د ارزګان ولایت د ښاري محکمې له رئیس او د امارت د قضایاو له آمر سره د یو شمېر عریضه لیکوونکو کتنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۱۵
.

د ارزګان ولایت یو شمېر عریضه لیکوونکو د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ښاري محکمې د مدني دیوان رئیس، د عدلیې ریاست د امارت د قضایاو آمر، د دغه آمریت مدني غړي او د یاد ریاست د انسجام له مدیر سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د ښاري محکمې د مدني دیوان رئیس، عریضه لیکوونکو ته د هغو ستونزو په اړه چې د عامو خلکو او قضایي ارګانونو ترمنځ رامنځته او یا حل کیږي لازم معلومات وړاندې کړل.

په یاده ناسته کې، عریضه لیکوونکو د ښاري محکمې د مدني دیوان له رئیس څخه وغوښتل چې سیمه ییزې ادارې باید خپل مراجعین په رسمي عریضه کې د غوښتنلیک لیکلو ته مکلف کړي ترڅو هم د اسلامي امارت عواید زیات شي او هم عریضه لیکوونکو له پاره د کار زمینه مساعده شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS