بادغیس ولایت کې څه باندې ۷۷۰ زره جریبه عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۲۳
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې قادس ولسوالۍ کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع چې د دوو اشخاصو تر شخړې لاندې وه بررسي شوه. د دعوا لورو اعتراف او اقرار وکړ چې یاده ځمکه عامه مرعی ده. هغوی ژمنه وکړه چې له یادې ځمکې شخصي ګټه نه پورته کوي او مالکانه ادعا هم په کې نه کوي.

یاده هیئت له ابتدايي محکمې څخه ترلاسه شوې یوې دوسیې په تړاو یو شمېر معروض علیه افراد جلب کړل او په بالامرغاب ولسوالۍ کې د څړځای د غصب او پلورلو په تړاو د څو تنو نورو اشخاصو عریضه بررسي او پریکړه یې وکړه چې یاد شوي متجاوزین ولسوالۍ ته جلب او له هغوی څخه څېړنه ترسره شي او د عدم قناعت په صورت کې موضوع تخنیکي هیئت ته ورکړل شي.

پر دې سربېره، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو ته د تخنیکي هیئت د څو ورځني سفر د راپور پر اساس، د دغو سفرونو په ترڅ کې څه باندې ۷۷۰ زره جریبه عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي.

د یاد راپور په اساس، مادر نائب ساحه کې ۱۲۶۹۱۹.۷۵۴ جریبه پسرلني او د دوبي څړځایونه، د فاریاب قیصار او د بادغیس غورماچ ولسوالیو ترمنځ ، ۳۵۵۷۰۸.۵۰۱ جریبه د دوبي څړځایونه او بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوبي د عامه څړځای  ۲۸۹۵۰۶.۸۰۶۵ جریبه نوره ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS