د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره بڼوال (اووم رتبه) یو بست د (۱۵)کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۳/۱۱ تر ۱۴۰۲/۳/۲۸هـ . ل چې ۱۴۴۴/۱۱/۱۲الی ۱۴۴۴/۱۱/۲۹هـ . ق سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: بڼوال
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د بست شمېر: (۱) بست
د دندې موخه: د وزارت د ساحو له زرغونتیا او سمسورتیا ساتل.
د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:
- تخصصي دندې:
- په دوامداره توګه د وزارت د ودانۍ اړوند ګلونو او بوټو ساتنه او د اوبو لګول؛
- د ګلونو له ساحو څخه د هرزه بوټو لري کول او پاک کاري
- د اړتیا وړ زینتي بوټي او ګلانو بیا کرل؛
- د کال له فصلونو سره سم د ګلانو او شنو ساحو پیاړتیا له پاره د څارویو او کیمیاوي سرو غوښتل
- د بیا ښایست له پاره د ګلانو او بوټو د وچو شویو او اضافه ښاخونو پرېکول
- د زرغونتیا او سمسورتیا اړوند چارې ترسره کول
- د اړوندې څانګې له تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو څخه ساتنه
- مدیریتي دندې:
۸.نه لري
- د همغږۍ دندې:
۹.د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو څانګو، مدیرانو او همکارانو سره همغږي.
۱۰.له قوانینو، مقرراتو او د وزارت موخو سره سم د اړوندو آمرینو د لارښوونې پر اسا د نورو دندو ترلاسه کول
داستخدام شرایط (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:
- تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
- له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
- (دري او پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.