د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه، حکمونه او لارښوونې په رسمي جریده کې چاپ شوې

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۲:۱۹
.

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټول فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چې ۱۴۳۷، ۱۴۳۸، ۱۴۴۰، ۱۴۴۱، ۱۴۴۲، ۱۴۴۳ او ۱۴۴۴ کلنو په ترڅ کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه صادر شوي، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشت په ۲ نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱ نېټې سره سمون خوري، د رسمي جریده په ۱۴۳۲ پرله پسې ګڼه کې چاپ شوې.

په دغې جریده کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټولټال ۶۵ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چاپ شوې، چې په بېلابېلو برخو کې  ۳۰ حکمونه، ۲۷ فرمانونه او ۸ لارښوونې په کې شامل دي.

دغه جریده د ونډې په پام کې نیولو سره ټولو امارتي ادارو ته ویشل کيږي او په هغه صورت کې چې هیوادوال ورته اړتیا ولري، کولای شي د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې د ۶۰ افغانیو په بدل کې وپېري.

دغه جریده د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو د ډیټابېس په برخه کې د لاس رسۍ وړ ده او هیوادوال کولای شي د عدلیه وزارت د ویب پاڼې د افغانستان د قوانینو مجموعي- د قوانینو او حکمونو ډیټابېس برخې ته، مراجعه وکړي، یاده شوې جریده او د هغو د اړتیا وړ نور قوانین د پي ډي اف فایل په بڼه ترلاسه کړي.

د ۱۴۳۲ ګڼي جریدې مستقیم لینک:https://moj.gov.af/sites/default/files/og_01432.pdf

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS