د بشر دوستانه مرستو د ویشلو له بهیر څخه د سنمګان د عدليې ریاست نظارت
د سمنګان ولایت د عدليې رئیس الحاج قاري فراح الدین محمدي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست او عامه روغتیا د ریاست د استازو په حضور سره، د هدف خیریه بنسټ لخوا یتیمانو ماشومانو له پاره د بشردوستانه مرستې د ویشلو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.
د هدف خیریه بنسټ چې له عدليې وزارت څخه رسمي جواز لري، د ترکيې نړیوالي موسسې (lHH) په مالي مرستې د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو د ریاست د پالنځای په آمریت کې ۹۶ تنو یتیمانو ماشومانو ته نغدي مرستې وویشلې.
په دغې برنامه کې، هر نفر ته ۱۲۷۳۰ افغانۍ په شفاف او عادلانه توګه وویشل شوې.