د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه د یاد ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر لیدنه
د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله د یاد ریاست له حقوقي مرستندوی او د عامه پوهاوي له مدیر سره، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت لومړی د دغه ولایت د اصلاح مرکز له مسوولینو سره وکتل او په دغه مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو د دوسیو د پړاوونو تېرولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې. یاد شوي هیئت د دغه مرکز مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت په یاد مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو د دوسیو پر مخ وړلو او په همدې توګه هغوی ته د حقوقي پوهاوي ورکوونې په برخه کې له هغوی سره د هراز کمک او همکارۍ ته تیار دي.
وروسته یاد شوي هيئت په دغه مرکز کې تر حجز لاندې ماشومانو سره وکتل او هغوی ستونزې یې له نږدې واوریدلې.