پکتیا ولایت کې شپږ موټر پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شوې

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۱۲
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي نقیب الله او د یاد ولایت د موټر پلورونځیو د اتحاديې رئیس حاجي باز محمد د شوال میاشت په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ د موټرو له پلورنځیو او د عریضي د لیکوونکو څخه د لیدنې او نظارت په منظور د دغه ولایت څمکنۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې، د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر د څمکنۍ ولسوالۍ له ولسوال مولوي عزت الله مخلص سره وکتل او په دغې ولسوالۍ کې د ځینو موټر پلورنځیو او د عریضې لیکوونکو په فعالیتونو کې د ستونزو او نیمګړتیاو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د څمکنۍ ولسوال ژمنه وکړه چې په دغې ولسوالۍ کې د موټرو د پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو د فعالیتونو څخه د نظارت او کنټرول په برخه کې به د عدليې ریاست د انسجام له مدیریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیر او د دغه ولایت د موټر پلورنځیو د اتحادیې له رئیس او د څمکنۍ ولسوالۍ د موټرپلورنځیو له استازي سره د دغې ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو له فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت وکړ او د موټرو شپږ پلورنځۍ یې د غیرقانوني فعالیت په دلیل مهرلاک او وتړلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS