د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ملکان کلي اوسیدونکو د استعلام ویشلو په اړه په کې بحث وشو او دغو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز یاد شوي هیئت د پنجشیر د زندان د آمریت د تعمیر ودانولو په اړه چې ځمکه یې دعوايي ده، بحث وکړ او لازمې لارښوونې یې صادر کړې.
په دغې ناسته کې له یو شخص سره د حج او اوقافو ریاست د دعوا په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاد شخص ته استعلام وویشل شي ترڅو خپل سندونه حاضر کړي او له هغه څخه ژمنه واخیستل شي چې نور د هدیرې ځمکه غصب نه کړي.
دغه راز په یادې ناسته کې یو شمېر نورو اشخاصو ته د استعلام د ویشلو او مرکزي کمېسیون ته د یوشمېر بشپړو شویو دوسیود استولو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول.