د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, May 13 2023 9:02 AM

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په  ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ملکان کلي اوسیدونکو د استعلام ویشلو په اړه په کې بحث وشو او دغو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.

دغه راز یاد شوي هیئت د پنجشیر د زندان د آمریت د تعمیر ودانولو په اړه چې ځمکه یې دعوايي ده، بحث وکړ او لازمې لارښوونې یې صادر کړې.

په دغې ناسته کې له یو شخص سره د حج او اوقافو ریاست د دعوا په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاد شخص ته استعلام وویشل شي ترڅو خپل سندونه حاضر کړي او له هغه څخه ژمنه واخیستل شي چې نور د هدیرې ځمکه غصب نه کړي.

دغه راز په یادې ناسته کې یو شمېر نورو اشخاصو ته د استعلام د ویشلو او مرکزي کمېسیون ته د یوشمېر بشپړو شویو دوسیود استولو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS