د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت له حمام نساجي کلي څخه لیدنه وکړه
د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د خوستیو غوڼدې د نساجي حمام کلي ته ولاړ.
د دغې ساحې اوسیدونکي څو مودې وړاندې تخنیکي هیئت ته خبر ورکړی وو چې په دغې ساحه کې یو شخص د ښوونځي ځمکې د ګټې اخیستلو ممانعت کوي؛ په داسې حال کې چې خلک غواړي د یاد ښوونځۍ له امارتي ځمکې څخه د ښوونځۍ په حیث ګټه پورته کړي.
یاد شوي هیئت د ښوونځي د اهمیت په بیانولو سره ټینګار وکړ چې هیڅوک نه شی کولای امارتي ځمکې غصب کړي. هیئت یاده شوې ساحه بررسي کړه چې دغه ځمکه ۸ بسوې ثابته شوه.
هیئت یاد شخص او ځايي خلکو ته دوه ورځې وخت ورکړ ترڅو هغه سندونه چې ساحه کې د ښوونځي او یا د یاد شوي شخص مالکیت ثابت کړې، تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي