د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د پل علم د لرګیو د پلورنځیو د ساحې دوسیه د یادې ساحې د اوسیدونکو د شرعي وکیل په حضور کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.
په دغې ناسته کې، د برکي برک ولسوالۍ د درانیو قوم اړوند دوسیه بشپړه شوه ترڅو مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
دغه راز یاد شوي هیئت د چلوزي کلي له قومي استازو سره وکتل او له هغوی سره یې د چلوزي دښتې په اړه خبرې وکړې.