د کنړ او نورستان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو او عملي کارونو ترسره کیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۰:۲
.

د نورستان او کنړ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو، د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې خپل ناستې جوړې کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي کارونو ترسره کړل.

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې د دغه هیئت د تېرې اوونۍ کاري راپور وړاندې شو او یاد هیئت له مشرانو سره ددغه هیئت د ناستې پلان هم جوړ کړ. دغه راز یاد هیئت په دغه ولایت کې د ځمکو په اړه هم بحث او خبرې وشوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.

.

په همدې حال کې د کنړ ولایت تخنیکي هیئت د مخکنۍ غونډې د پریکړې پر اساس د یاد ولایت په مرکز کې د نوآباد کلي اړوند لچګلۍ ساحې ته ولاړ او د ۹۶۴ ګڼې کادستري قطعې اړوند یو اندازه ځمکه یې په ساحه کې عملاً تطبیق کړه.

دغه راز  یاد هیئت ددغې قطعې په داخل کې د غصب شویو ځمکو مساحت، کروکي، ډول او حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغو غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS