د لوګر او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل
د لوګر او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د لوګر ولایت تخنیکي هیئت د پل علم ښار اړوند د بابوس، خړکاریز، ډاک کلا او د پروا د کلیو له مشرانو سره وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې. یاد شوي هیئت هغوی ته پوښتنپاڼې وویشلې ترڅو د غرنیزو ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د وزیر کلا دښتې موضوع چې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده، چې یو شخص په هغې کې د مالکیت ادعا لري، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.
په همدې حال کې، د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې او د راتلونکې ناستې اجنډا هم جوړه شوه.