د لوګر او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hakeem_admin
Sat, Apr 01 2023 8:51 AM
.

د لوګر او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د لوګر ولایت تخنیکي هیئت د پل علم ښار اړوند د بابوس، خړکاریز، ډاک کلا او د پروا د کلیو له مشرانو سره وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې. یاد شوي هیئت هغوی ته پوښتنپاڼې وویشلې ترڅو د غرنیزو ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د وزیر کلا دښتې موضوع چې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده، چې یو شخص په هغې کې د مالکیت ادعا لري، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

.

په همدې حال کې، د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په  ناسته کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې او د راتلونکې ناستې اجنډا هم جوړه شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS