د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۱۱
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د فرارود ولسوالۍ د بازار ساحې په تړاو افرادو او اشخاصو ته یو شمېر ویشل شوي استعلامونه په کې راټول شول او هغوی ته وویل شو چې هیئت له لوړپوړ مقاماتو څخه دغې برخه کې لارښوونه اخیستې او له هغې سره سم عمل کوي.

دغه راز په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د شیبکوه کاریز موضوع او نور اړوند موضوعات چې ددغه هیئت لخوا تثبیت او تشخیص شوي، د لوړپوړو مقاماتو د لارښوونو له اخیستلو څخه وروسته تطبیق شي.

یاد شوي هیئت، د فراه غلامان ساحه کې د افرادو او اشخاصو تصرفات هم ودرول. ددغې ساحې ځمکې وړاندې د یو شمېر اشخاصو تر دعوا لاندې وې او یاد شوي هیئت هغه امارتي او څړځای تثبیت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS