د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۶ نېټه د شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په پيل کې د تېرې ناستې پریکړو څخه بیا کتنه وشوه او ورپسې د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دغې ناسته کې، د لویې ویالې په حریم کې د جوړو شویو دوکانونو او د چارو د ادارې د لیک پر اساس د کندهار ولایت او زابل ولایت ترمنځ د پولو د تعیین او ویشلو په اړه، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
دغه راز په دغې ناسته کې، له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته د امارتي ملکیتونو د لیږد په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې له کړنلارې سره سم د پړاونو تېرولو پورې، د تاسیساتو له جوړولو څخه په کې ډډه وشي. دغه راز د ښاروالي دوه قطعو ځمکو په اړه چې یوه یې په دوه یمه ناحیه کې او دوه یمه یې د کندهار ښار په پنځمه ناحیې کې موقعیت لري، بحث او د نظرونو تبادله وشوه چې دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
ددغې ناستې په پای کې، له محکمو څخه د استول شویو دوسیو او ځینو نورو مهمو مواردو په اړه بحث وشو او په بحث کې د شاملو موضوعاتو په اړه ګډونکوونکو خپل نظرونه سره شریک کړل.