سرپل ولایت کې له ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
.

د سرپل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت چشمې شیرین، منګوتي، سید آباد او امام جعفر کلیو ته ولاړ او ددغه کلیو له ملکانو او اوسیدونکو سره یې خبرې وکړې.

یاد شوي هیئت، د پورته کلیو غصب شوې ځمکې له نږدې ولیدلې او هم یې د GPS دستګاه پواسطه مساحت کړې.

.

دغه راز یاد هیئت د امام جعفر او چشمه شیرین کلیو له اوسیدونکو څخه د مدعی بها ساحو اړوند سندونه د راتلونکې غونډه له پاره وغوښتل.

دغه هیئت پریکړه وکړه چې د عامو او خاصو څړځایونو او دچشمې شیرین اوسني کلي په برخه کې به له څېړنو څخه وروسته تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۱۱ نوي جوازونه ويشلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست، د  تېر کال د حوت (کب) میاشتې په اوږدو کې ۱۱۱ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتیا ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۵
Background image

په پکتیا ولايت کې د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر دفترونو بررسي او نظارت کېدل

 د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS