غزني او کندز ولایتونو کې څه دپاسه ۲۳۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱
.

د غزني او کندز ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو یادو ولایتونو کې د ځینو برخو په لیدنې او بررسۍ سره شاوخوا ۲۳۵۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د غزني ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې د ځینو ساحو په لیدلو او بررسۍ سره ۱۹۰۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. یاده ځمکه د ۳۶ کادستري قطعې اړوند ده چې د غزنې ولایت د مرکز او ددغه ولایت د واغظ ولسوالۍ ترمنځ موقعیت لري.

.

ددغې ځمکې په تثبیت سره یاد ولایت کې د تثبیت شوو امارتي ځمکو مجموعه، ۸۰۳۹۷ جریبه ځمکې ته رسیږي چې د تخنیکي هیئت په هڅو سره یې له غصب څخه مخنیوی شوی دی.

په همدې حال کې د کندز ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو خلکو سره يې وکتل. یادشوې هیئت هغوی ته د شریعت له نظره د غصب، د امیرالمومنین حفظه الله فرمان او د ځمکې د غصب د مخنیوي د مقررې په اړه، معلومات وړاندې کړل.

.

ځايي خلکو خپلې ستونزې له تخنیکي هیئت سره شریکې کړې او د هیئت د همکارۍ غوښتنونکي شول. دغه راز هغوی ژمنه وکړه چې له هیئت سره به همکارۍ وکړي.

یاد شوي هیئت د دشت ارچي ولسوالۍ د داويانو او صوفيانو کلیو له غصب شوو ساحو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه او کابو ۴۵۰۰ جریبه ځمکه يې دغو کلیو کې امارتي تثبیت کړه.

.

هیئت پر دغو ځمکو جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړل او پر ځايي خلکو یې ټینګار وکړ چې د کمېسیون تر پریکړې پورې دغو ساحو کې د دیوالونو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۸ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د خوږياڼۍ ولسوالۍ اړوند د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د جمادی الأولی د. . .

BACK TO NEWS