لغمان او نیمروز ولایتونو کې له ۸۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۵۲
.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د کمېسیون د مشرتابه لارښوونه د اوي ناو یو تن کوچي د کور ویجاوړلو په اړه د هیئت له غړو سره شریک شو او د پروايي ساحه کې د یوې قطعې ځمکې په تړاو د یو بل شخص عریضه بررسي شوه او تصمیم ونیول شو چې ساحه له نږدې بررسي شي.

هیئت له پروايي سیمې څخه لیدنه وکړه او ۴۷۷.۵۳ جریبه ځمکه يې امارتي تثبیت او تشخیص کړه. یاد هیئت نوموړې سیمه کې کار کول بند کړل او ددعوا له دواړو لورو څخه یې قانوني سندونه وغوښتل. دغه راز هیئت له اوي ناو سیمې څخه لیدنه وکړه او ۲۴۲.۶ جریبه ځمکه يې د اوي ناو او کچور سیمو کې امارتي تثبیت کړه.

.

هیئت د یادو سیمو له غاصبینو سره وکتل او د هغوی د کورونو د ویجاړولو په اړه يې د کمېسیون د مشرتابه لارښوونه یې هغوی ته بیان کړه او د هغوی له پاره لازمې توصیې وشوې.

یاد هیئت علینګار ولسوالۍ ته ولاړ او ولسوال ته یې لارښوونه وکړه چې هیچا ته اجازه ورنکړي چې امارتي میدانونو کې نوي کارونه پیل کړي. ولسوال دغې برخه کې د خپل له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

یاد هیئت د کله کوت سیمه کې د ابراهیم خیل څو تنو کوچیانو سره چې امارتي ځمکې خپل څړځای ګڼي، وکتل او له هغوی څخه یې سندونه وغوښتل. دغه راز هیئت د زنګوري سیمې د ۱۲۳ جریبه ځمکې له اجاره دار څخه وغوښتل چې د ځمکې یو کلنه اجاره امارت ته تحویل کړي ترڅو قاضي دغې برخه کې خپل حکم صادر کړي.

.

په همدې حال کې، د نیمروز ولایت تخنیکي هیئت د زرنج ښار سیادک سیمې ته ولاړ او د سیمې له بررسي څخه وروسته د پوهنتون لویدیځ کې ۱۰۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.

دغه راز هیئت هغه دیوالونه چې پخوا د خلکو لخوا پخپلسر ډول جوړ شوي وو، ویجاړ کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر. . .

BACK TO NEWS