د ګرشک ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه د هلمند ولایت د عدلیې ریاست د هیئت لیدنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۳:۴۳
.

د هلمند ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي د لارښوونې پر اساس د جمادي الاول میاشت په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه نظارت او لیدنه وشوه.

دغه لیدنه د هلمند ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي عبدالاحد مظهري او د هغه مل پلاوي لخوا، ترسره شوه.

په دغې لیدنه کې، د یادې ولسوالۍ د موټر پلورنځیو د فعالیت جوازونه بررسي شول او د هغو موټر پلورنځیو مالکانو ته چې د جواز موده یې پوره شوې وه، لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د خپل جواز د تمدید له پاره اقدام وکړي.

د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو څخه د نظارت پروسه په دغه ولایت کې دوام لري او ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې به هم د موټر له پلورنځیو څخه نظارت ترسر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS