مدافع وکیلانو ته د څلورګونو کتابونو د ویش په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

ټولو هغو مدافع وکیلانو ته چې ددغه وزارت له لارې یې خپل جواز لیکوونه تجدید کړي خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشت له ۲۰ نېټې څخه  ټول څلورګونه کتابونه (د مقاولاتو او عوایدو د ثبت کتاب، د موکلینو د سندونو د ثبت کتاب، د اداري سندونو د ثبت کتاب او د دفاع وکالت د مقاوله لیک کتاب) په لاندنیو شرایطو سره ویشل کېږي.

1: کتابونه یواځې جواز لرونکي مدافع وکیل ته سپار کیږي.

2:  ټول مدافع وکیلان مکلف دي چې د کتابونو ترلاسه کولو وخت کې د خپل جواز هارډ کاپي له ځان سره ولري.

3: هغه اشخاص چې غواړي د نورو مدافع وکیلانو کتابونه ترلاسه کړي، مکلف دي چې د مدافع وکیل له لوري مهر شوې د معرفي کرښه د جواز لیک په هارډ کاپي کې وړاندې کړي.

4: کتابونه په رسمي وختونو کې ددغه ریاست د اداري مدیریت له لوري ویشل کیږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

Back to announcements