غور ولایت کې د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځۍ له ۶ دفترونو څخه نظارت وشو

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۹:۵۴
.

د غور ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد ابراهیم سلطاني په مشرۍ او د ښاروالۍ، مستوفیت د استازو او ددغه ولایت دعدلیې ریاست د انسجام آمر په ګډون موظف هیئت، د جمادي الاول میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ  ددغه ولایت د فیروز کوه په دوه یمې او درېیمې ناحيو کې د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځۍ ۶ دفترونه نظارت او بررسي کړل.

ددغو بررسیو په پایله کې مشخصه شوه چې ټول یاد دفترونه د فعالیت جواز او نورو اړوندو سندونو درلودونکي دي خو په کارونو کې يې ځینې نیمګړتیاوې لیدل کېږي.

یاد هیئت، له دغو موټر پلورنځیو او د معاملو لارښوونو څخه د هغوی یو شمېر، د غیرمنظم او غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS