شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځکمه په هرات ولایت کې امارتي تثبیت شوه
د دوو تېرو ورځو په لړ کې د کابل، دایکندي، نورستان، پروان، غور، بدخشان، هرات او لغمان ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونوخپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو او ځمکو څخه لیدنه وکړه.
د کابل ولایت تخنیکي هیئتونو د حاجي جنت ګل ښارګوټي مشهور په ملاتره خیل له استازو او قومي مشرانو سره وکتل او د ځمکي د غصب د مخنیوي په اړه یې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان د هغوی له پاره تشریح کړ. د یاد ښارګوټي استازو له تخنیکي هیئت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د هرات ولایت تخنیکي هیئت هم خپلې غونډې جوړې کړې او خپل عملي کار یې پیل کړ. دغه هیئت د والي د مرستیال په حضور سره د میرمنه کاریز سیمې څخه چې شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځمکه رانغاړي، لیدنه وکړه او د هغې امارتي کېدنه يې تثبیت او تشخیص کړه.
یاد هیئت کروخ ولسوالۍ کې د ۱۶۴۵ جریبه ځمکې ، د اسلام قلعې د سړک جنوب کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه او ددغه ولایت د ۱۳ ناحیې په سیمه کې د ۲۷۰۰ جریبه ځمکې موضوع هم بررسي کړه او د کادستر، ځمکو او د امارت د قضایاو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې یاد موضوعات بررسي کړي او موثق معلومات یې په راتلونکي غونډه کې وړاندې کړي.
د لغمان ولایت تخنیکي هیئت د عمرزیو، فیروزیو او الکوزیو د کلیو له سیمو څخه د بیا لیدنې په ترڅ کې یو اندازه ځمکه امارتي تشخیص کړه. په دغو سیمو کې ۵۶۱ جریبه ځمکه د ۱۳۳ غاصبینو له لوري غصب شوې او پر هغو باغونه، کورونه، هدیرې او جوماتونه جوړ کړي. له دغې غصب شوې ځمکې څخه يې ۲۰۰ جریبه سپینه ده او د خلکو ترمنځ ویشل شوې ده.
د دایکندي ولایت تخنیکي هیئت د بغده مرده سیمې څخه لیدنه کړې، د مخکني دولت سندونه او د محکمو پریکړي یې بررسي کړي. یاد هیئت له هغو خلکو څخه چې دغه سیمه یې تصرف کړې، وغوښتل چې له خپلو سندونو سره ددغه ولایت د کرنې ریاست ته مراجعه وکړي.
د نورستان ولایت تخنیکی هیئت په خپله غونډه کې پریکړه وکړه چې د هغو استملاکي ځمکو بررسي ته چې دولت په بیې رانیولي او اوس د خلکو تر تصرف لاندې دي، لومړیتوب ورکړل شي. په دغې غونډه کې پنځه قضيې بررسي شوې او اړوندو غاصبینو ته یې جلب صادر شو.
د پروان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، ددغه ولایت والي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د جدي تطبیق په اړه ټینګار وکړ. د کرنې رییس په دغې ناسته کې راپور ورکړ چې دغه ولایت کې ۲۱ زره جریبه ځمکه تر غصب لاندې ده.
په دغې ناسته کې د پروان ولایت والي د یو پلان پر اساس د ځمکو د استرداد او دغې برخه کې مداخلو د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ.
د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه چې د امارتي ملکیتونو پر غصب تورن اشخاص په هغه صورت کې چې د غصب شوي ملکیتونو د ملکیت دعوا ولري د هیئت د نظر له څرګندولو څخه وروسته کولای شي د خپل سندونو او مدارکو په نظر کې نیولو سره اړوندو مراجعو ته مراجعه وکړي.
په دغې ناسته کې، د فیروز کوه اړونده سیمې په کوه کاسي کې د امارتي ځمکې په تړاو پريکړه وشوه چې په دغې سیمه کې د امارتي ځمکې حدود باید تثبیت شي. د دعوا د لوري د عدم قناعت په صورت کې، مدعیان کولای شي اړوندو مراجعو ته مراجعه وکړي.
بدخشان ولایت کې هم د تخنیکي هیئت غونډه جوړه شوه او یاد هیئت عملي کار او د غصب شوو سیمو څخه لیدنه پيل کړه. دغه هیئت د فیض اباد - کشم سړک د دواړو غاړو غصب شوې سیمې تثبیت کړې او ددغې ساحې خلکو او دکانونو ته يې ابلاغيې او استعلامونه ورکړل ترڅو په یادو ځمکو کې له هرډول فعالیت څخه ډډه وکړي.
له سبزي بهار کلي څخه تر پل بیګم پورې د سروې او بررسۍ کار پیل شو او په دغه مسیر کې درې پلورنځۍ، دوه د تېلو ټانکونه، شپږ کورونه، درې هوټلونه او دوه ښارګوټي په دولتي سیمې او څړځای کې ودان شوي وو. یادو خلکو ته استعلام ورکړل شو ترڅو ددغو سیمو د مالکیت او عدم مالکیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دغه راز نورو ۸ کلیو او سیمو ته هم استعلام ورکړل شوو ترڅو دولتي سیمو کې د پخپلسرو جوړونو څخه ډډه وکړي.