د ځمکو د غصب د مخنیوي هیئتونو ناسته په درېو ولایتونو کې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۱:۱۸

د کاپیسا، کنړ او سرپل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت هیئتونو ناسته د والي، د والي د مرستیال، د کرنې رییسانو، د عدلیې رییسانو، د یادو ولایتونو د سیمه ییزو ادارو رییسانو او مسوولینو او د یادو هیئتونو د نورو غړو په حضور سره جوړې شوې.

.

په دغو ناستو کې چې د یادو ولایتونو په مقر کې جوړې شوي، د یادو ولایتونو والیانو او د هغوی مرستیالانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان هرکلی وکړ او ملکي، نظامي او تخنیکي هیئتونو ته یې لارښوونه وکړه چې په خپلو کارونو کې د یادې مقررې تطبیق ته لومړیتوب ورکړي.

1

د کاپیسا او کنړ په ولایتونو کې د حج او اوقافو رییسانو ته دنده ورکړل شوه چې د علماوو له پاره ددغې اوونۍ په جمعې لمانځه کې د عامه شتمنیو د مخنیوي موضوعات وټاکل شي ترڅو خلکو ته په دغې برخه کې پوهاوی ورکړل شي.

دغه راز په کنړ ولایت کې ددغه ولایت کادستر مسوول ته لارښوونه وشوه چې د امارتي ځمکو شمېر راټول کړي او یاد هیئت ته يې وړاندې کړي ترڅو په دغې برخه کې اجراات ترسره شي.

..

په یادو ناستو کې له یادو هیئتونو سره د هغو والیانو او مرستیالانو د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دغو ناستو کې د چارو د ښه سرته رسولو په منظور له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د غونډو جوړولو څرانګوالي، ددغې موضوع په اړه د جوماتونو له لارې د پوهاوي ورکوونې او د نورو برخو په اړه یو لړ پریکړې او تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵
Background image

په لسو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په نهو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS