د مدافع وکیلانو د ارزونې بهېر د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

هغو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د ارزونې له بهیر څخه پاتې دي چې د مدافع وکیلانو د ریاست له مخکنۍ خبرتیا سره سم د ارزونې بهیر د روان کال د لړم میاشت کې پای ته رسید خو د مدافع وکیلانو د غوښتنې پر اساس دغه بهې د څلورو نورو پړاونو له پاره تمدید شوی او په پام کې ده چې دغه بهیر په میاشت کې یو ځل د روان کال د کب تر میاشتې پورې په لار واچول شي.
له دې امله هغه شمېر مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې له دغه بهیر څخه پاتې دي چې د ۴۱ دروې د نوم لیکنې له پاره چې د لیندۍ میاشت په ۲۲ نېټه ترسره کېږي محترم اداري مدیریت ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د نوم لیکنې ددغې دورې له پاره د لیندې ۲۱ نېټه ټاکل شوې ده.