د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د تخنیکي کمېټې ناسته جوړه شوه
د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د کابل ولایت د تخنیکي کمېټې ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د امارت د قضایاو لوی رییس الحاج حافظ عبدالکبیر زاهد، د کابل د امارت د قضایاو رییس، د کرنې رییس، د حج او اوقافو رییس، د ښارجوړولو رییس، د کابل مستوفي او د امنیه قوماندانۍ مرستیال، د کابل د ښاروالۍ استازي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، څارنوالۍ استازو او د ځمکو د ادارې د کادستر مسوول ګډون کړی وو.
په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغې کمېټې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې د بررسۍ کار د تره خیل له ښارګوټي څخه پیل کړي. دغه راز نوموړي ددغې کمېټې غړو ته توصیه وکړه چې د بررسۍ په کار کې له اخلاص او جدیت څخه کار واخلي او د الله تعالی رضا په پام کې ولري.
په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست ددغې کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کمېسیون کارونو ته لومړيتوب ورکړي او د کمېټې په ناستو کې باید اړونده مسوولین شخصاً ګډون وکړي. دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې د چارو د چټکتیا په منظور د کمېټي تخنیکي غړي اوونۍ کې دوه ځلې ناسته جوړه کړي او خپل ټول کارونه په مشورۍ سره ترسره کړي.