د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د تخنیکي کمېټې ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Sun, Nov 20 2022 8:57 AM

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د کابل ولایت د تخنیکي کمېټې ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د امارت د قضایاو لوی رییس الحاج حافظ عبدالکبیر زاهد، د کابل د امارت د قضایاو رییس، د کرنې رییس، د حج او اوقافو رییس، د ښارجوړولو رییس،  د کابل مستوفي او د امنیه قوماندانۍ مرستیال، د کابل د ښاروالۍ استازي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، څارنوالۍ استازو او د ځمکو د ادارې د کادستر مسوول ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغې کمېټې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې د بررسۍ کار د تره خیل له ښارګوټي څخه پیل کړي. دغه راز نوموړي ددغې کمېټې غړو ته توصیه وکړه چې د بررسۍ په کار کې له اخلاص او جدیت څخه کار واخلي او د الله تعالی رضا په پام کې ولري.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست ددغې کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کمېسیون کارونو ته لومړيتوب ورکړي او د کمېټې په ناستو کې باید اړونده مسوولین شخصاً ګډون وکړي. دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې د چارو د چټکتیا په منظور د کمېټي تخنیکي غړي اوونۍ کې دوه ځلې ناسته جوړه کړي او خپل ټول کارونه په مشورۍ سره ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS