د تخار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۰:۲۷
..

د تخار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د دې ولایت د عدليې ریاست رییس مولوي حکمت الله حکمت په مشرۍ او د عدليې ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

د عدليې رییس په یاده ناسته کې د دندو او سپارل شوو چارو د ښو اجراآتو په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې رسمي وخت ته پابنده اوسئ او خپلې حاضرۍ په ټاکل شوي وخت لاسلیک کړئ.

همدا راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلو دندو ته توجو وکړئ او ورسپارل شوې چارې په خپل ټاکل شوي ترسره کړئ.

د عدليې رییس په دغه ناسته کې د همکارانو ترمنځ د متقابل احترام په اړه ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د حقوقو او د امارت د قضایاو آمریتونو وړاندیزونو ته به رسیده ګي وکړي.

د یادې ناستې په پای کې د دغه ریاست د کارکوونکو د فعالیتونو او خدمتونو ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS