د بادغیس ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت د آبکمري ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه

د بادغیس ولایت د عدليې رییس الحاج ملا عبدالرازق مرزوقي د صفر المظفر میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو څخه د نظارت په لړ کې د دغه ولایت د آبکمري ولسوالۍ د حقوقو له لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه.
په یاد سفر کې چې د حقوقو لوی مدیریت د چارو د ارزیابۍ او د دغه مدیریت د ستونزو د حل له پاره په لاره اچول شوی و، د عدليې له رییس سره د امنیې قوماندان او د عدليې ریاست د بېلابېلو برخو آمرین ملګري ول.
یاد هیئت د حقوقو مدیریت د کاري بهیر څخه له نږدې نظارت وکړ او د دغه مدیریت د کارکوونکو ستونزې یې واوریدې. د بادغیس عدلیې رییس د آبکمري ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیر سره ژمنه وکړه چې د دغه مدیریت ستونزو ته به ډېر ژر رسیده ګي وشي.
په دغه سفر کې د بادغیس عدلیې رییس او ملګري پلاوي د آبکمري ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او د دغې ولسوالۍ له قاضي سره وکتل او د حقوقو لوی مدیریت د صلاحیتونو، مسوولیتونو او ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په یاده ناسته کې د حقوقو مدیریت او اړونده ادارو ترمنځ د لا همکارۍ او همغږۍ په اړه ټینګار وشو.