د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۵۷

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ذوالحجې په ۲۸ نېټه د چهار شنبې په ورځ د دې وزارت د مالي او اداري رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د عایداتي سرچینو په اړه بحث وشو، د عدلیې وزارت اداري او مالي رئیس د دې وزارت مرکزي رئیسانو ته توصیه وکړه چې د نوې عایداتې سرچینو لټون وکړئ او که چېرې پخوانۍ عایداتي سرچینې غیر فعاله وې د بیا فعالولو په اړه هڅه او هاند وکړئ.

همدا راز په دې ناسته کې د بهرنیو مؤ‎سسو او د هغوی د مرستې په اړه بحث وشو.

همدا راز د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي محمد شریف جهادیار د بهرنیو مؤسسو او له عدلیې وزارت سره  د هغوی د مرستو دڅرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې  د مدافع وکیلانو د انجمن رئیس مولوي صاحب سید حبیب الحبیب د دې ریاست د عوایدو او د هغو د راټولولو د څرنګوالي په اړه ګډون کوونکوته معلومات وړاندي کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS