د مدافع وکیلانو د ارزونې د سرچینو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۲:۲۹

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست په پام کې لري چې د چمتو شوو سرچینو پر بنسټ د مدافع وکیلانو د ارزونې او د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو بهیر په ټول هېواد کې ډیر ژر پیل کړي. په همدې اساس ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي چې یادې ارزونې د لاندې سرچینو پر بنسټ صورت مومي.

  1. عمومي پوښتنې (شرعي او دیني پوښتنې)
  2. د عدلیې مجله الاحکام (د قضا په اړه شپاړسم او د وکالت په اړه یوولسم کتاب)
  3. اصولنامه (د عدلي او حقوقي محکمو اجراآت ۱۴۳۵)
  4. د اسلام جزايي حقوق
  5. میراث
  6. د وثیقو او سجلونو لارښوونه
  7. د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره (۱۴۴۳)
  8. مدني قانون او د مدني محکمو اصول
  9. د حقوق د ترلاسه کولو قانون
  10. د جزا کود او د جزايي محکمو اصول
  11. د سوداګریزو محکمو اصول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS