د کوچیانو له پاره د تذکرې د ویش د کړنلارې په باره کې د عدلیې په وزارت کې یوه غونډه جوړه شوه

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۴:۵۱

د کوچیانو له پاره  د تذکرې د ویش د کړنلارې د طرحې په باره کې د ذوالقعدې د میاشتې په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې یوه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالولي څارنوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب محمد اسماعیل غزنوي، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې سرپرست داکتر فقیر محمد زیار، د ښار جوړولو وزارت مالي او اداري معین محترم حافظ محمد امین فاروقي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالاحد خلیل ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د کوچیانو له پاره د تذکرې د ویش د کړنلارې د طرحې په باره کې اوږدې او هر اړخيزې خبرې وشوې. د دې غونډې غړو دغه طرحه د یو لړ اصلاحي نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره تأیید کړه. دغه کړنلاره ۱۲ مادې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS