د اجیرانو د بستونو د بشپړتیا په اړه د عدلیې وزارت اطلاعیه

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۳:۵۰

د افغانستان اسلامي امارت عدلیې وزارت څه موده مخکې خپل یو شمېر د اوومې او اتمې رتبې بستونه اعلام او رقابت ته وړاندې کړي وو  چې په شرایطو برابرو فورمونه ترلاسه کړل، آزموېنه یې ورکړه او د اړتیا وړ شمېر یې جذب شول.

اوس مهال د عدلیې وزارت تش او د اعلام وړ بستونو نه لري او له ګرانو هیوادوالوڅخه غوښتنه کیږي چې په نوموړو بستونو کې د مقررۍ او د فورمې غوښتلو په منظور دې وزارت ته مراجعه نه کوي تر څو چې خپله سرګردانه نه شي او د اړوندو کارکوونکو د وخت د ضایع کیدو سبب و نه ګرځي.

د یادونې وړ ده چې هر کله بستونه رقابت ته وړاندې شول، موضوع به د عدلیې وزارت د وبسایټ او ټولنیزو پاڼو څخه اعلام شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو. . .

BACK TO NEWS