په ننګرهار کې د معاملو د لارښوونې ۱۳ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله و تړل شول

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۵:۵۲
.

د ننګرهار د عدلیې ریاست، د ۱۴۰۱ د وري په ۲مه د سې شبنې په ورځ، د دې ښار د اتمې ناحیې اړوند د کنړ او جلال آباد په عمومي سړک واقع د معاملو د لارښوونې دفترونه وکتل او وڅارل.

د ننګرهار د عدلیې ریاست د څېړنې پلاوي د څارنې په بهیر کې د معاملو د لارښوونې ۱۳ دفترونه د سندونو د نه لرلو او غیر قانوني فعالیت له امله وتړل(مهراولاک) کړل.

720

دغه پلاوی چې د ملي امنیت استازی هم په کې شامل دی، د یوه منظم پلان پربنسټ د جلال آباد په ښار کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه د څارنې پروسه پیل کړې چې تر اوسه یې ددې ښار په څو ناحیو کې د معاملو د لارښوونې ۱۱۶ دفترونه تړلي دي.

د ننګرهار د عدلیې ریاست په هېڅ ډول د معاملو د لارښوونې دفترونو ته د غیر قانوني فعالیت اجازه نه ده ورکړی او هغوی یې مکلف کوي تر څو د فعالیت قانوني جواز ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو پر لازیات نظارت ټینګار وشو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې د څرانګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې نږدې ۱۰۰ دفترونه بررسي شوي دي

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درېیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۹۳ دفترونه او ۲۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS