د یونیسف دفتر له مرستیالې سره د عدلیې وزیر لیدنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۱

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۰ د کب ۱۷ د سه شنبې په ورځ، په افغانستان کې د یونسیف دفتر له مرستیالې مېرمن الیس او ور سره  مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، د یونسیف د دفتر مرستیالې له تېر حکومت او عدلیې وزارت سره د دې دفتر له همکاریو څخه یادونه وکړه او وویله چې مونږ غواړو له اسلامي امارت او عدلیې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او د هغو قوانینو په ساحه کې چې ماشومانو پورې اړوند کېږي، دغه وزارت سره تخنیکي مرسته وکړو. هغې زیاته کړه چې مونږ راغلې یو څو له ماشومانو څخه د ساتنې په برخه کې له اسلامي امارت او عدلیې وزارت سره ریښتنې همکاري ولرو.
د عدلیې وزارت سرپرست، د ښه راغلاست تر څنګ هغوي ته وویل چې د ماشومانو د حقوقو، ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته له ماشومانو سره د مرستو له غوره ډول څخه دي. همداراز هغه د ښځو د حقوقو په هکله وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د ښځو د حقوقو مخالف نه دی بلکه د شریعت او د اسلام د سپېڅلې دین پر بنسټ د ښځو د حقوقو پلوی دی. هغه زیاته کړه چې په اسلام کې د ښځو په حقوقو ډیر ټینګار شوی دی او اسلام ښځو ته ډیر حقوق ورکړي دي.
د عدلیې وزارت سرپرست، د یونسف دفتر مرستیالې ته د اوسلو په کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون او د بهرنیو هېوادونو له استازي سره د تر سره شوي ملاقاتونو په هکله معلومات ورکړ او د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګونو څخه هم یادونه وکړه.
د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت په روغتیایي برخه کې د درمل، داکتر او مجهز امبولانس له کموالې څخه هم یادونه وکړه او په دې زمینه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لوګر ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پل علم ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو  ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له. . .

BACK TO NEWS