د عدلیې وزارت او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږی ناسته

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۵:۹
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشر حقونو د ملاتړ ریاست، د عدلیې وزارت او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږي په موخه ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته، د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۰هـ.ل کال د حوت ۱۰، د عدلیې وزارت د بشر حقونو ملاتړ رییس مولوي شکرالله شاکر صاحب په ریاست او د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازیو په ګډون په عدلیې وزارت کې جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې، د عدلیې وزارت د بشر حقونو د ملاتړ رییس، د شریعت او د اسلام مقدس دین له نظره د بشر حقونو په اړه وینا وکړه، ویویل چې د اسلام سپېڅلي دین له ۱۴۰۰ کالو را پدېخوا د بشر له حقونو څخه تر ټولو ډېر ملاتړ کړی او هغو ته درناوی لري. هغه وویل چې د اسلامي شریعت پر مبنی د بشر له حقونو څخه ملاتړ او مراعتول یې د هېواد د ټولو اتباعو مکلفیت دی او د افغانستان اسلامي امارت د شریعت او د اسلام سپېڅلې دین پر مبنی تل د بشر له حقونو څخه ملاتړ کړی دی.

720

 په دغه ناسته کې، د ملګرو ملتونو سپارښتنې، بین المللي میثاقونه او کنوانسیونونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. پرېکړه وشوه، چې د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندیز شي چې د علماؤ، حقوقپوهانو او د پوهنتون له استادانو څخه عالي کمیسیون جوړ شي ترڅو د ملګرو ملتونو سپارښتنې، بین المللي میثاقونه او کنوانسیونونه د شریعت او د اسلام سپېڅلي دین له نظره وارزوي. او په هغه صورت کې چې دغه کمیسیون د شریعت او د اسلام سپېڅلي دین سره په ټکر کې موارد تشخیص کړي، د هغې لپاره واردمخه شرط و ټاکي او له اړوندو مراجعو سره یې شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS