د عدلیې وزیر د ملګرو ملتونو د سازمان له پلاوي سره وکتل

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۶
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۰ د کب په ۱۰ د سې شنبې په ورځ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر د قانون د واکمنۍ د څانګې له سرپرستې آغلې مریم مافیسانتۍ، د دې سازمان له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له سرپرست ریګنالدپتز او مل پلاوي سره د دې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

720

په دې کتنه کې، د ملګرو ملتونو د سازمان پلاوي د قانون د واکمنۍ او له نشه يي توکو سره د مبارزې د څانګې او د دې سازمان د جرمونو او د دې برخو له کارونو څخه عدلیې وزیر ته معلومات وړاندې کړل. همداراز په دې کتنه کې د بېلا بېلو برخو په اړه د معلوماتو د ورکړې ترڅنګ، د قوانینو د بیاکتنې، د حقوقي مرستو د پلان، مدافع وکیلانو ته د جواز د ورکولو په برخه کې د پرمختګ، ستونزو او د عدلیې وزارت د لومړیتوبو او د نورو چارو د پرمختګ په اړه هم بحث او خبرې اترې وکړې.

720

د عدلیې وزارت سرپرست، د افغانستان له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه یاد پلاوي ته معلومات ورکړل. نوموړي له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل تر څو د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې او د هغو علمای کرامو او قانونپوهانو چې د قوانینو د څېړنې لپاره ګمارل شوي، همداراز د عدلیې وزارت د وړیا حقوقي مشورې ورکونې د خدمتونو د مرکز د کارکوونکو په اړه او هم د نشه یي ټوکو د استعمال په بندیدوکې، له اسلامي امارت او عدلیې وزارت سره لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS