د تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ننګرهار په عدلیې ریاست کې سلګونه عریضې او حقوقي دوسیې ثبت شوې دي

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۰:۳۲

په تېرو څلورو میاشتو کې د ننګرهار په عدلیې ریاست کې ۴۵۰ عریضې چې حقوقي، تجارتي، پوریزې او کورنۍ دعوې په کې شاملې وې، ثبت شوې دي. او همدارنګه ۳۵ حقوقي دوسیې هم یاد ریاست ته راغلې دي.

په یادو عریضو کې ۲۵۱ املاکي، ۱۷۳ پوریزې، ۱۵ تجارتي او ۱۱کورنۍ دعوې شاملې دي، چې له دې جملې څخه تردې دمه ۱۲۵ دعوې اصلاح شوي،۱۱۰ یې بیا محکمې ته لېږدول شوي، ۶۰حفظ شوي او ۱۵۵ ترکار لاندې دي.

همدارنګه ۳۵ دوسیې هم یاد ریاست ته راغلې دي،چې دوه دوسیې د دواړو خواو په توافق سره تطبیق شوي او ۳۳ تر څېړنو لاندې دي.

په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۳ جزایي او کورنۍ قضیې هم د یاد ریاست ـ د حقوقي مساعدینو آمریت ته راغلي دي او د کار لاندې دي او یادې ادارې ۴۲ تنو ته په مختلفو برخو کې حقوقي مشورې هم ورکړي او همدارنګه ۳۷۱ تنو ته يې د ننګرهار په محبس او د جلال آباد ښار په نورو سیمو کې د اسلامي شریعت، د امارت پالیسۍ او په اړوند نورو حقوقي موضوعاتو کې لارښوونې هم کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د عدلیې ریاست مسئولینو د استیناف محکمې په رهبرۍ ناستې هم تر سره کړې دي،تر څو په راتلونکي کې د مدني او کورنۍ قضایاوو په برخه کې د دوي تر منځ اړینې همکارۍ صورت ونیسي.  

له بلې خوا د یاد ریاست د انسجام آمریت په لس ګونو خیریه بنسټونه، د معاملاتو د لارښوونو دفترونه او عریضه لیکونکي هم بررسي کړي دي او پدې لړ کې یې څلور خیریه بنسټونو، ۵۵ د معاملاتو د لارښوونو دفترونو او ۱۲۸عریضه لیکونکو ته  نوي او تمدیدي جوازونه هم ورکړي دي.

همدارنګه یادې ادارې د ۱۷۰ د معاملاتوو د لارښوونو له دفترونو، ۴۰ خیریه بنسټونو او یو شمېر عریضه لیکونکو څخه هم لېدنه کړې، چې له دې جملې څخه یې ۵ د معاملاتو د لارښوونو دفترونه تړلي دي او د ۱۲۰ عریضه لیکونکو، چې قانوني جواز یې نه درلود، مخه یې نیولې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS