په ننګرهار کې په سلګونو جریبه ځمکه د غاصبینو څخه راوګرځول شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۴:۳۸

په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د عدلیې وزارت توانېدلی،چې په ننګرهار ولایت کې په سلګونو جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو څخه راوګرځوي.

د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې په ننګرهار ولایت کې نږدې۲۸۶زره جریبونو په اندازه ځمکه د جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په ۲۱ ولسوالیو کې د غاصبینو او زورواکو لخوا غصب شوې ده.

چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې په هڅو او کوښښونو سره د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ او د نوموړي ولایت دویمې ناحیې اړوند ۵۱۴.۵ جریبه ځمکه چې د کانال ریاست اړوند وه، د غاصبینو څخه راګرځول شوې او نوموړې ادارې ته سپارل شوې ده.

همدارنګه د  اوس لپاره ۴۲ نورې دوسیې چې ۱۷۰ جریبه ځمکې د غصب په تړاو دي،د محاکماتي څېړنې لاندې دي او د ورته نورو غصب شوي املاکو څېړنې هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS