د عدلیي وزارت له یو شمېر مرکزي او ولایتي ریاستونو څخه پلټنه او بررسي

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۹:۵۹

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې ریاست د دې وزارت د رهبري محترم مقام د هدایت او پلان پر بنسټ د تېر درېیو میاشتو په اوږدو کې د دې وزارت د بشري سرچینو او د پلان او پالیسۍ ریاستونه تر بررسي لاندې ونیول شول او د هغې راپور یې د وزارت محترم مقام ته وړاندې کړی دی. دې ریاست همداشان، د پنځو ولایتونو(د میدان وردک، پنجشیر، تخار، بغلان او کاپیسا ولایتونو) د عدلیې ریاستونه یې پلټنه او بررسي کړې دي. سربېره، د وزارت محترم مقام لارښوونې سره سم ۱۵ نور فوق العاده موارد بررسي شوي دي. ترڅنګ یې د دې وزارت د داخلي پلټنې د رئیس لخوا د پلان څخه بهر ۲۰ فوق العاده څارنې او بررسي ترسره شوې او راپور یې اړوندو ادارو ته د سمون په موخه ابلاغ شوي دي. همداشان د داخلي پلټنې ریاست د بشري سرچینو، د پالیسۍ او پلان ریاستونه او د پنځو ولایتونو د جاري او عیني کنترول ۷ راپورونه یې د بررسي لاندې نیولي او د اجراآتو لپاره یې ذیصلاح مراجعو ته استولي دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS