د فراه ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۲۰
.

د کندهار ولایت د عدليې پخوانی رئيس نیک محمد احمدي چې په وروستیو کې د فراه ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یو لر مراسمو په ترڅ کې د فراه د والي مرستیال له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

دغه مراسم چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۴ مه ترسره شو، د فراه ولایت د ولایتي شورا مرستیال او نورو سیمه ییزو مسوولانو هم شتون درلود.

د فراه د والي مرستیال محمد داوود شیرزاد، په دغو مراسمو کې  ښاغلي احمدي ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ د عدالت پر تامین او د ځمکو له غاصبانو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ او په دې لاره کې له عدلیې ریاست سره د ولایت د مقام له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال هم وویل چې دغه شورا د عدليې ریاست، په ځانګړې توګه د عامه املاکو د غصب د مبارزې  په لاره کې همکاریو لپاره چمتو دی.

د فراه د عدليې رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، روڼتیا او د ځمکو له غاصبانو سره د مبارزې په لاره کې له هیڅ ډول همکاري څخه به لاس وانخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د حج او عمرې په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې د غونډې جوړېدل

د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې غونډه د شوال د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سېشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د روان کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې لوړول ممنوع شول او سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي

 د کورونو د کرایې د کنترول ګډې کمېټې د عدلیې وزارت په مشرۍ او د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړیتوب په یوې ناسته کې پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو. . .

BACK TO NEWS