د فراه ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو
د کندهار ولایت د عدليې پخوانی رئيس نیک محمد احمدي چې په وروستیو کې د فراه ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یو لر مراسمو په ترڅ کې د فراه د والي مرستیال له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
دغه مراسم چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۴ مه ترسره شو، د فراه ولایت د ولایتي شورا مرستیال او نورو سیمه ییزو مسوولانو هم شتون درلود.
د فراه د والي مرستیال محمد داوود شیرزاد، په دغو مراسمو کې ښاغلي احمدي ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ د عدالت پر تامین او د ځمکو له غاصبانو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ او په دې لاره کې له عدلیې ریاست سره د ولایت د مقام له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال هم وویل چې دغه شورا د عدليې ریاست، په ځانګړې توګه د عامه املاکو د غصب د مبارزې په لاره کې همکاریو لپاره چمتو دی.
د فراه د عدليې رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، روڼتیا او د ځمکو له غاصبانو سره د مبارزې په لاره کې له هیڅ ډول همکاري څخه به لاس وانخلي.
