یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپل مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.
د دغو مراسمو په پای کې، ۳۰ تنو غوښتونکو ته، د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو رئیس په واسطه د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.