یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۲۰
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۹نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۱ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۴۸
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د جمادي الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې څه باندې د ۱۱۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت اوتشخیص

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۴۴
Background image

په پروان ولایت کې څه باندې ۴۲ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سرپرست او غړي د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ صیادو سیمې ته ولاړ او ۹۸ کادستري ټوټه چې د. . .

BACK TO NEWS