کندز ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۱:۱۸
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور کندز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د کندز ولایت له امنیه قوماندان او له نورو ملکي او نظامي مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په تړاو په کې خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت سرپرست هم په دغې ناسته کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او یاد ولایت ته د دغه کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزول او د امارتي ځمکو تشخیص او تثبیت یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه د امیرالمومنین حفظه الله په فرمان کې یو حکمت دی او باید په دغې برخه کې کوټلي ګامونو پورته شي ځکه چې په تېرو وختونو کې په دغه هیواد کې ډیر ظلمونو ترسره شوي او باید دغو ظلمونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې د غاصبینو پر وړاندې زموږ هوډ خورا پیاوړی دی او له هغوی سره په جدي توګه چلند کوو. نوموړي وویل چې غصب په هر ډول چې واوسي، غصب دی او کبیره ګناه ده او باید مخنیوی یې وشي او په دغې برخه کې باید ټول سره یو لاس شو ترڅو دغه موضوع په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په یاه ناسته کې د کندز ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS