کابل ښار کې د سرغړونې له امله د يوې دارالوکالې بندېدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۸
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانورياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه یمه ناحيه کې له دارلوکالو څخه د نظارت او بررسي په پایله کې یوه دارالوکاله د مدافع وکیلانو کړنلارې د سرغړونې په دلیل وتړله.

دغه نظارت او بررسی د شعبان د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۲۰ دارالوکالې نظارت او بررسي شوې چې له دې جملې څخه د ۱۹ دارالوکالو فعالیت د اړوندې کړنلارې مطابق وو.

د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست، په دوامداره توګه د دارالوکالو له فعاليتونو څخه نظارت کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS