کابل ولایت کې له ۲ زرو څخه زیاتو فامیلي حقوقي قضیو ته رسیده ګي
د اسلامي امارت د واکمنۍ د پیل راهیسۍ د کابل ولایت د حقوقو ریاست ۲ زرو ۱۴۳ فامیلي قضیو ته چې د تفریق، طلاق، د مهر غوښتنې، د نفقې غوښتې، حضانت، له کوژدې څخه د انصراف او د برخه لیک د ټاکلو قضیې په کې شامل وې رسیده ګي کړې.
د پورتنیو قضیو له مجموعې څخه ۴۹۰ قضیې د تفریق، ۳۴۱ قضيې د طلاق، ۱۹۵ قضیې د مهر غوښتنې، ۱۹۷ قضیې د نفقې غوښتنې، ۱۰۲ قضیې د حضانت، ۱۵۳ قضیې له کوژدې څخه د انصراف او ۲۶۸ نورې د برخه لیک ټاکلو قضیې جوړوي.
له دغې جملې څخه ۵۶۱ قضیې محکمې ته استول شوي دي، ۷۶۱ قضیې حفظ شوي او ۱۷۴ نورې قضیې د دواړو لورو ترمنځ د مصالحې پر اساس حل او فصل شوي دي.
دغه راز یاد ریاست ۵۶ قضیې د محکمې له وروستنۍ پرېکړې څخه وروسته تطبیق کړي او ۲۵۷ نورې قضیې اړونده ادارو ته استولې دي.
اوس مهال ۳۳۴ نورې قضیې د کابل ولایت د حقوقو په ریاست کې تر دوران لاندې دي.