کابل ولایت کې له ۲ زرو څخه زیاتو فامیلي حقوقي قضیو ته رسیده ګي

hayat_admin
Wed, Oct 19 2022 3:26 PM

د اسلامي امارت د واکمنۍ د پیل راهیسۍ د کابل ولایت د حقوقو ریاست ۲ زرو ۱۴۳ فامیلي قضیو ته چې  د تفریق، طلاق، د مهر غوښتنې، د نفقې غوښتې، حضانت، له کوژدې څخه د انصراف او د برخه لیک د ټاکلو قضیې په کې شامل وې رسیده ګي کړې.

د پورتنیو قضیو له مجموعې څخه ۴۹۰ قضیې د تفریق، ۳۴۱ قضيې د طلاق، ۱۹۵ قضیې د مهر غوښتنې، ۱۹۷ قضیې د نفقې غوښتنې، ۱۰۲ قضیې د حضانت، ۱۵۳ قضیې له کوژدې څخه د انصراف او ۲۶۸ نورې د برخه لیک ټاکلو قضیې جوړوي.

له دغې جملې څخه ۵۶۱ قضیې محکمې ته استول شوي دي، ۷۶۱ قضیې حفظ شوي او ۱۷۴ نورې قضیې د دواړو لورو ترمنځ د مصالحې پر اساس حل او فصل شوي دي.

دغه راز یاد ریاست ۵۶ قضیې د محکمې له وروستنۍ پرېکړې څخه وروسته تطبیق کړي او ۲۵۷ نورې قضیې اړونده ادارو ته استولې دي.

اوس مهال ۳۳۴ نورې قضیې د کابل ولایت د حقوقو په ریاست کې تر دوران لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS