پکتیکا ولایت کې څه دپاسه ۱۳۸ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۴
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو او د سیمه ییزو مسوولینو په حضور سره د یاد ولایت د جاني خیل ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوه او هیئت دیله ولسوالۍ ته هم سفر وکړ او زرګونه جریبه ځمکې یې بررسي او تثبیت کړې.

یاد شوي هیئت لومړۍ جاني خیل ولسوالۍ ته ولاړ او د خپل فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه یې ځايي مسوولینو ته معلومات وړاندې کړل او د هغوی د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. یاد شوي هیئت هغوی ته وویل چې د یادې ولسوالۍ خلک امارتي ځمکې غصب کړي او د هیئت دنده له غصب څخه دځمکو آزادول دي.

یاد شوي هیئت وویل چې دغې ولسوالۍ کې د ځمکې د غصب د مخنیوي چارې د کرنې مدیر په مشرۍ او د نورو ادارو په همکارۍ پرمخ وړل کیږي. د ولسوالۍ مسوولینو له دغه هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاد شوي هیئت دیله ولسوالۍ ته هم سفر وکړ او له ځايي مسوولینو او د هغې له قومي مشرانو سره یې وکتل او د هيئت په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل. دغه هیئت ټینګار وکړ چې تثبیت او تصفیه شوې امارتي ځمکې په اجاره ورکول کیږي. یاد هیئت وویل چې د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تثبیت کار د کرنې مدیر په مشرۍ او د نورو ادارو د مدیرانو په همکارۍ پیلیږي.

هیئت په دغه بیان سره چې په یادې ولسوالۍ کې شخصي ځمکې زیاتې نه دي او ډیرۍ ځمکې امارتي دي، له هیئت سره د سیمه ییزو مسوولینو او ځای خلکو د همکارۍ غوښتونکی شو او هغوی هم له هیئت سره د همکارۍ څخه ډاډ ورکړ. ځايي خلکو هیئت ته هم د اسلامي امارت اصولو ته د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

تخنیکي هیئت ددغې ولسوالۍ له ځینو برخو څخه هم لیدنه وکړه چې پایله کې ۱۳۸۶۰۲ جریبه ځمکه بررسي لاندې نیول شوې، تثبیت او تصفیه شوه او ددغې ساحې په ځینو برخو کې پخپلسر تصرفات هم ودرول شوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS