پکتیکا ولایت کې څه باندې ۳۲۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۲:۴۷
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۷ نېټه د انګورو اډې په سرحدي ګمرک کې د سکرو د ډبرو ګدام له پاره د تعیین شوې ځمکې د تشخیص او تثبیت په منظور  دغې ساحې ته سفر وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې تخنیکي هیئت د یادې ساحې له قومي مشرانو او متصرفینو سره وکتل او دغې ساحې ته د خپل د سفر موخه بیان کړه. دغه هیئت په یادې ساحې کې د امارتي پروژې د تطبیق د اهمیت په اړه د دغې ساحې مشرانو  او متصرفینو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د شرعي ملکیت سندونه وغوښتل.

د یادې ساحې قومي مشرانو او متصرفینو له تخنیکي هیئت سره خپل همکاري اعلام کړه او ژمنه یې وکړه چې په دغې ساحې کې د امارتي تأسیساتو د تطبیق خنډ نه ګرځي.

تخنیکي هیئت د یادې ساحې د جي پي اس ټکي، حدود، مساحت، د فاصل حد، ډول، کیفیت، کروکي او سکیچ واخیستل او خپل سندونه یې په دغې ساحې کې تطبیق کړل او په دغې ساحې کې ۳۲۶.۲۲۱ جریبه ځمکه تثبیت کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS